ښاري کمیسون په مهترلام ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه خپل فعالیت ترسره کړ

web_admin
Sat, Dec 28 2024 10:47 AM
ښاري نظم

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په شتون کې ښاري کمیسون نن په مهترلام ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه خپل فعالیت ترسره کړ

په یاد فعالیت کې د کمیسون د غړو له لوري یو شمیر هغه ریکشې چې ښاري نظم یې خراب کړی ؤ، ونیول شوې او ترافیکو مدیریت ته انتقال شوې

د ښاري کمیسون غړي وايي، چې په مهترلام ښار کې اوس یوازې هغه ریکشو ته اجازه ورکول کېږي کوم چې د ښاري کمیسون له لوري د ښاري ریکشو په نامه ټاکلي دي

یاده دې وي چې د مهترلام ښار د هر سمت ریکشو لپاره مشخصې اډې جوړې شوي چې تر ډیره په ښار کې د ګډوډۍ او ازدحام مخه نیول شوې ده

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS