د لومړۍ ناحیې اړوند ۱۴م ګذر شرقي شهرنو اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق حاجي عبدالمتین حسین خېل د محمد الدین زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د څوارلسم ګذر شرقي شهرنو اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو.
د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري ترڅنګ د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو.
د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي حسین خېل ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي.
په پای کې وکیل عبدالمتین حسین خېل د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام تر څنګ د شرقي شهرنو له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه.
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي
