د مهترلام ښاروالۍ پخواني ښاروال د ښاروالۍ له پرسونل سره مخه ښه وکړه
د مهترلام ښاروالۍ پخواني ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، چې تازه د ریاست الوزراء د حکم له مخې د کنړ ولایت د اسعداباد ښاروالۍ د ښاروال په توګه ټاکل شوی، د مهترلام ښاروالۍ له آمرینو، مدیرانو، مامورینو او کارکوونکو سره یې د یوې غونډې په ترڅ کې مخاښه وکړه
پخواني ښاروال د خپلې وینا پر مهال د ښاروالۍ د ټولو کارکوونکو فعالیتونه او هڅې وستایلې او له هغوی څخه یې د خپلې دندې پر مهال د همکارۍ او ملاتړ له امله مننه وکړه
نوموړي د ښاروالۍ له ټولو آمرینو، مدیرانو او مامورینو وغوښتل، چې له نوي ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره په ګډه همکارۍ کار وکړي او د مهترلام ښاروالۍ هغه پروژې چې اوس مهال یې چارې روانې دي، بشپړې کړي
همداراز یې ټینګار وکړ، چې د ۱۴۰۵ کال لپاره پلان شوې پروژې باید په منظم ډول پلي شي، ترڅو د مهترلام ښار د پراختیا چارې لا ګړندۍ شي
په پای کې د ښاروالۍ آمرینو، مدیرانو او مامورینو د مهترلام ښاروالۍ د پخواني ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت خدمتونه وستایل او د هغه له هڅو یې مننه وکړه، او ورته یې د نوې دندې په ترسره کولو کې د بریا هیله څرګنده کړه
