د دوهمې ناحيې اړوند د نهم ګذر اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

web_admin
Sun, May 03 2026 10:04 AM
معرفت

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري حاجي عبدالقیوم محمدي د مهترلام ښار د دوهمې ناحيې اړوند د نهم ګذر حاجیانو کلي د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
دا چې نوموړي له دې وړاندې هم د یاد ګذر د وکیل په توګه مسؤلیت درلود او درې کلنه موده یې پوره شوې وه د یادې سیمې د اوسیدونکو په غوښتنه یو ځل بیا د درې کلنو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو

د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو

د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري حاجي عبدالقیوم محمدي ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي
په پای کې وکیل محمدي د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام ترڅنګ د نهم ګذر له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي

Latest news

Mon, Oct 26 2026 6:17 AM
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

Mon, Oct 26 2026 6:14 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

Thu, Oct 22 2026 7:44 AM
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS