د مهترلام ښاروالۍ د ارچهار دویم مارکیټ مزایده ترسره شوه

web_admin
Thu, May 14 2026 6:01 AM
 مزایده

د مهترلام ښار د دریمې ناحيې اړوند د مهترلام ښاروالۍ د ارچهار دویم تجارتي مارکیټ مزایده د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د تعین شوې کمېټې په حضور کې ترسره شوه

د یاد مارکیټ مزایده د لس داوطلبانو ترمنځ وشوه چې محمد الیاس د شرین زوی د میاشتې ۶۱ زره ۱۱۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمیرل شو

که هر څوک په یاده مزایده نیوکه یا هم اعتراض لري کولای شي له همدې نن د ثور ۲۴ تاریخ څخه تر ۷ ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د مهترلام ښاروالۍ تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS