د علي خېلو لېسې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د فعالیتونو په اړه د زدهکوونکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د مکتب کمېټې جوړې شوې دي
په همدې لړ کې د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د علي خېلو لېسې د کمېټې له غړو سره وکتل او د کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یې یو شمېر وسایل، چې یوه لاسي کراچۍ، دوه بیلچې، دوه ښاخۍ، ۳۰۰ ماسکونه، د تنظیف واسکټونه او پنځه جوړې دستکشې پکې شاملې وې، د یادې لېسې مدیر حکمت الله ته وسپارل
ښاري حکومتولۍ آمر د کمېټې له غړو وغوښتل چې د ښوونځي د پاک چاپېریال ساتنې ترڅنګ د ښار پاکوالي ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي
د علي خېلو لېسې مدیر حکمت الله د ښاروالۍ دغه اقدام وستایه او د ښاري حکومتولۍ آمریت څخه یې مننه وکړه چې د مکتب کمېټو د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د روښان عالي لېسې، مهترلمک لېسې او ډاکټر عبدالله لغماني لېسې د کمېټو غړو ته هم ورته وسایل سپارل شوي وو
