په مهترلام ښار کی د پلی لارو پرانیسته

مهترلام ښاروالۍ د څه باندې پینځه میلونو افغانیو په لګښت لومړۍ ناحېه د الیشنګ دری لارې څخه تر عبدالله جان واحدي دریلارې پورې د دوه زره او څلورسوه مترو په طول د سړک دواړه لوریو پلې لارې ورغولې.
نن د لغمان والي محمد اصف ننګ او مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزي ګټې اخیستنې ته وسپارلې چی د یادی لاری په پرانستی سره به د سیمی خلکو ته د تګ راتګ په برخه کی اسانتیاوی رامنځ ته شی
د مهترلام ښاروالی له لوری د خلکو د لا هوساینی په موخه ډيری داسی پروژی چی عام المنفعه دی پرانیستل شوی چی د مهترلام ښاریان د ښاروالی له کړنو ستاینه کوی
مهترلام ښاروالی