د نظارت لړی

مهترلام ښار کې د پخې ډوډۍ د وېش پر شفافیت اقدامات پیل شوي
وروسته له هغې چې مهترلام ښار کې د پخې ډوډۍ ویش پیل شوی، د شفافیت پر موخه یې بیا کتنه او اقدامات پیل شوي دي.
د مهترلام ښاروال په لارښوونه د بشپړ شفافیت په موخه د ښاروالۍ کاري ټیمونو په نانوایانو کې نوملړې وځړولې.
همدا راز د ښاروالۍ د څار ټیمونه او د اړونده ګذر کمیټې د ډوډۍ د ویش پر مهال د کرونا وایرس د مخنیوي په موخه د فاصلو مراعتولو او په ټاکلی داېره کې د دریدلو لپاره اړمنو خلکو ته پوهاوی ورکوي.
درنو ښاریانو:
د ښاروالۍ د څار له ډلو سره د چارو د پوره شفافیت په موخه همکاري وکړئ، تر څو د اړمنو حقوق په بشپړه توګه اړمنو خلکو ته ورسیږي