د لغمان والي په مشرۍ د ښاري نظم او پراختياکميسېون لپاره بېلا بېلې کاري کمېټې جوړې شوې

Anonymous (not verified)
Mon, Jul 27 2020 4:50 AM
کمیسون شهری

ياده ناسته يکشنبه د زمري پر ۵ نېټه ترسره شوه، پرمهال يې لغمان والي رحمت الله يارمل سربېره، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار، د ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي، د بېلابېلو سکتورونو مسوولينو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

لومړی لغمان والي رحمت الله یارمل وويل د کمېټو ټول غړي دې په بشپړې امادګۍ سره ياد مجلس ته په خپل وخت راځي، ترڅو وکولای شي په ښه شکل په اړونده موضوعاتو هر اړخيزه بحث وکړي.

نوموړي د ښاري نظم د پراختيا کمېسيون په چوکاټ کې د راغلي طرزالعمل مطابق بېلابېلو نوې کاري کمېټې جوړې کړې.

ورپسې مهترلام ښاروال نظيف الله الکوزي د ګلارام، پنج پای او شمټيو ښارګوټو د تفصلي پلان په اړه هر اړخيزه معلومات لغمان والي سره شريک کړل.

لغمان والي وويل د يادو ښارګوټو لپاره د تخنيکي سروې لپاره دې يو ګډ پلاوي وټاکل شي، ترڅو په دې اړه یو جامع ګزارش وړاندې شي.

مهترلام ښاروال د محبس د ځمکې د انتقال په اړه هم هر اړخيزه معلومات لغمان والي سره شریک کړل.

په ورته مهال لغمان والي رحمت الله يارمل د يادو ښارګوټو او محبس د ځمکې لپاره د تخنيکي ستونزو د حل په موخه د بېلابېلو ادارو څخه جوړ ګډ پلاوي وټاکه، ترڅو ټولو ستونزو ته په وخت رسيدګي وشي.

هغه وويل په اداري او د ولايت د پرمختيايي مجلسونو کې دې هر موضوع په دقيق ډول وڅېړل شي او بيا دې پرې فيصله وشي، ترڅو په راتلوونکي کې له ستونزو سره مخ نه شوو.

کمیسیون شهری

نوموړي وويل د سبزي جاتو د مارکېټ د جوړولو لپاره دې ټول اړخونه وسنجول شي او د ښاريانو ستونزې دې هم په پام کې ونيول شي.

ښاغلي يارمل د مهترلام ښاروالۍ، ټرافيکو مديريت، اصنافو اتحاديې او ولايتي شورا ته څخه ګډې کمېټه وګمارله ترڅو د ښاري نظم د پراختيا په موخه دې هر اړخيزه طرحه جوړه کړي او ياده طرحه کې دې د ښاريانو اسانتياوو، ستونزو ته ځانګړې پاملرنه ترسره شي او ګزارش دې د ولايت مقام له رهبرۍ سره شريک شي.

والي يارمل کمېټې ته دنده وسپارله، چې په مهترلام ښار کې ټول لاس پلوروونکي طبقه بندي کړي، ترڅو وکولای شي، چې دوی ته په ښه شکل رسيدګي وکړي.

لغمان والي وويل هڅه کوي، چې په مهترلام ښار کې ټول سړکونه، چې پخوا بند شوي، بېرته د ولسونو په مخه خلاص کړي.

هغه د يادې کمېټې غړيو ته په خطاب کې وويل((کوم کارونه، چې امکان يې د ترسره کېدو وي په اړه يې په ارامۍ سره تصميم ونيسئ او هغه کارونه، چې نه ترسره کېږي په اړه به يې موجه دلايل د کمېسيون له غړو سره شريکوئ))

په ياده ناسته کې د ټولو خواوو څخه په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم هر اړخيزه خبرې وشوې.

۱۳۹۹/۵/۵

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

#LMIC

#مهترلام_ښاروالۍ

 

Latest news

Sat, Feb 28 2026 8:46 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

Sat, Feb 28 2026 8:42 AM
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

Thu, Feb 26 2026 5:38 AM
Background image

په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چارې په منظم شکل جریان لري

په یاده پروژه کې د. . .

BACK TO NEWS