په یوه ستره ولسي غونډه کې د لغمان لپاره نوي ټاکل شوي مالي اداري مرستیال او مهترلام ښاروال ولسونو ته ور وپیژندل شول.

په همدې موخه نن پنجشنبه د سلواغې پر ۱۶ نېټه ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې پرمهال يې لغمان والي رحمت الله يارمل سربېره، مالي او اداري مرستيال پوهندوی دوکتور خواجه محمد عصامي، په ټولنيزو چارو کې د ولايت مرستيالې برېښنا ساپۍ، مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزي، په ولسي او مشرانو جرګو کې د لغمان د خلکو استازو، د ولايتي شورا مرستیال او غړيو يې، د ملکي او نظامي رهبرۍ مسوولينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.
لغمان والي رحمت الله يارمل مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په مالي او اداري برخه کې نوي ټاکل شوي مرستيال پوهندوی دوکتور خواجه محمد عصامي او ښاروال مجاهد رحمتزي ته د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بريا هيله وکړه.
نوموړي وويل خوښ دی، چې لغمان ولايت او مهترلام ښاروالۍ لپاره په کار پوه او وړ علمي شخصيتونه د ولسونو د خدمت په موخه ټاکل شوي.
هغه د نوي مالي او اداري مرستيال او مهترلام ښاروال څخه وغوښتل، چې د ولسونو سره ښې اړيکې جوړې کړي، ترڅو وکولای شي، چې ټولو ستونزو ته په وخت رسيدګي وکړي.
نوموړي وويل هېچاته د دې اجازه نه ورکوي، چې په ملکي او نظامي ادارو کې لاسوهنه وکړي او هڅه کوي، چې ټولې ادارې د قومي، مذهبې او سمتي لاسونو څخه پاکې کړي.
هغه وويل د امنيت، ښې حکومتولۍ او د چارو د بهبود په خاطر يې په نظامي ادارو کې تر تغير وروسته په ملکي ادارو کې د تغيراتو لړۍ شروع کړې او هڅه کوي، چې دا لړۍ همداسې روانه وساتي.
لغمان والي دواړو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د ښې حکومتوالۍ، متوازن انکشاف، بيارغونې او فساد سره د مبارزې برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د دې ولايت اوسېدوونکي په ټولو برخو کې پرمختګ وکړي.
ښاغلي يارمل نوي مالي او اداري مرستيال پوهندوی دوکتور خواجه محمد عصامي او مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزي ته په ټولو برخو کې د بشپړۍ همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د ولايتي شورا مرستیال حاجي عبدالعزيز، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي محمد رفېع مموزي، په مشرانو جرګه کې د لغمان د خلکو استازي سناتور ميرحاتم ترخېل هم پوهندوی دوکتور خواجه محمد عصامي ته د نوي مالي او اداري مرستيال او مجاهد رحمتزي ته د مهترلام ښاروال په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وويله.
دوی وويل ښاغلی عصامي او رحمتزی دواړه د هېواد علمي کدرونه دي او په ښه شکل سره به وکولای شي، چې د ولسونو ستونزو ته رسيدګي وکړي.
نوموړو د لغمان والي څخه مننه وکړه، چې د امنيت، ښې حکومتولۍ او د چارو د بهبود او د کارونو د لا ښه ترسره کېدو په موخه يې په ملکي او نظامي په مسوولينو کې تغيرات رامنځته کړل.
ټولو ويناوالو نوي مالي او اداري مرستيال او مهترلام ښاروال ته د بشپړۍ مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
بلخوا بيا د لغمان ولايت لپاره نوي ټاکل شوي مالي او اداري مرستيال پوهندوی دوکتور خواجه محمد عصامي او مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزي د جلالتمآب جمهور رئيس محمد اشرف غني، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر شميم خان کټوازي مننه وکړه، چې په نوموړي يې باور وکړ او دا دروند مسووليت يې ور وسپاره.
هغوی وويل که سيمه ييزه حکومتولي په ښه ډول تمثيل شي نو هېواد، ټولنه او ولسونه به په ټولو برخو کې پرمختګ وکړي.
نوموړو وويل(( خوشحاله دي، چې د لغمان ولايت د ولسونو د خدمت لپاره ټاکل شوي دي او ژمنې يې وکړې، چې په پوره اخلاص به د خپلو خلکو خدمت کوي، ترڅو په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزې راکمې شي.))
ښاغلي عصامي او رحمتزي د ولايتي ادارې رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې د خپلو ټولو ولسونو ستونزو او غوښتنو او وړانديزونو ته به د قانون په چوکاټ کې په وخت رسيدګي ترسره کوي.
۱۳۹۹/۱۱/۱۶
#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه