په مهترلام ښار کې د ښه نظم او دسپلین د رامنځته کولو په منظور د ښاري کمیسیون د غړو له لوري په مهترلام ښاروالۍ کې ګډه ناسته ترسره شوه .

Anonymous (not verified)
Mon, Apr 12 2021 6:42 AM
شاروالی مهترلام

په همدې موخه چهارشنبه د حمل په اتلسمه نیټه د مهترلام ښاروالۍ په مقر کې د کمیسیون د غړو تر منځ ناسته وشوه.

په پیل کې مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي د پرانیستې وینا وکړه او په ښار کې د ښه نظم او دسپلین د رامنځته کولو په ضرورت یې مفصلې خبرې وکړې.

ورپسې د لومړی ناحې مدیر انجینر ذبیح الله حمیدي وویل : مهترلام ښاروالۍ وخت پر وخت کوښښ کوي او دا هڅې راونې دي تر څو وشو کولای په ښار کې عامه لارې د ترافیکو او ښاریانو پر مخ خلاصې وي.

دا چې مهترلام ښار کوچنی اود نفوسو تراکم په کې ډیر دی نو اذدهام رامنځ ته شوی او کوښښ کوو چې دې ستونزې ته اساسي حل لاره پیدا کړو.

همدارنګه مهترلام ښاروال ښاغلي رحمت زي زیاته کړه موږ باید په ښار کې د ولاړو لاس پلورونکو د انتقال په برخه کې د هغه پر بدیل کار وکړو او په لومړي قدم کې باید یو سمت د ښار چې هلته کراچۍ او ترکاري فروشي موجودې دي مناسب ځای ته انتقال شي.

ښاغلي رحمت زي تاکید وکړچې ښاري نظم کمیسیون باید وخت پر وخت دایر شي او په ښار کې خپل فعالیت ډير کړي تر څو بهتره نظم رامنځ ته شي

په ورته مهال د دغه مختلط کمیسیون غړو وویل: دا چې ښار زموږ مشترک دي او هره اداره په خپله برخه کې د ښار د نظم او پاکي په برخه کې خپل مسوولیت لري او باید ترسره یې کړي.

د کمیسیون د غړو تر منځ د نظریاتو د تبادلې پروخت وویل شو هغه ساحې چې په مهترلام ښار کې خالي دي او تش پاتې شوي دا چې شخصي او یا دولتي املاک دي او استفاده ترې صورت نه نیسي نو دغه لاس پلورونکي دې طبقه بندي شي او د هر صنف لپاره دي موقعیت مشخص کړای شي او هلته د انتقال شي .

په اخره کې د یو لړ تصامیمو په نیولو سره ناسته په دعایې سره پای ته ورسیده .

په درنښت

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS