دمهترلام ښاروال په مشري اداري ناسته ترسره شوه او تر څنګ یې د ښاروالۍ له کارمندانو سره د اختر مبارکي هم وکړه

Anonymous (not verified)
Tue, May 18 2021 9:47 AM
شاروالی مهترلام

په همدې موخه نن سه شنبه د ثور دمیاشتې په ۲۸ ویشتمه نېټه د مهترلام ښاروالۍ په ریاست کې ناسته ترسره شوه .

د پرانیستې وینا مهترلام ښاروال ښاغلي مجاهد رحمت زي وکړه ټولو کارکوونکو ته یې ښهراغلاست وویل هیله یې وښوده ترڅو کوچنی اختر د سولې او ارامۍ په فضا کې تېر شوی وي او ورپسې یې د ښاروالۍ له هر کارمند سره بېلابېل د اختر مبارکي وکړه .

ورپسې د ښاروالۍ کارمندانو د مهترلام ښاروالۍ له رهبرۍ مننه وکړه چې داسې یو سالم کاري چاپېریال يې رامنځ ته کړی او کارکوونکي کولای شي خپلې ستونزې وخت پر وخت له ریاست سره شریکې کړي.

همدارنګه مهترلام ښاروال وویل : د روژې د مبارکې میاشتې په تېرېدو سره باید په مهترلام ښار کې انکشافي او رغنیزو کارونو ته چټکتیا ورکړل شي دښاروالۍ لپاره باید د ثابتو عوایدو سرچینې رامنځ ته شي تر هغې چې ښاروالۍ عواید ونه لري نشي کولای ښاریانو ته خدمات وړاندې کړي چې په اړه یې د پرسونل له لوري د پوره چمتوالي ‌‌ډاډ ورکړل شو.

شاروالی مهترلام

تر څنګ يې د مجلس غړو په ښار کې د ښه نظم او دسپلین د رامنځ کولو په موخه وړاندیزونه درلودل چې تر څو وشو کولای له یوې خوا ښار منظم کړو د کثافاتو او فاضله موادو د جمع کېدو مخنیوی وشي او تر څنګ یې د عوایدو د راټولولو لپاره د ښار لاس پلورونکي په مشخص ځای کې ودرول شي چې د ښار ترافیک او ګڼه ګوڼه ورسره کم شي او پلې لارې باید د ښاریانو پر مخ خلاصې وي.

په ورته مهال مهترلام ښاروال د پینځه ګونو نواحیو مدیرانو ته سپارښتنه وکړه چې د ایزي کار برنامې له مسوولینو سره په ګډه او همغږۍ سره په خپلو نواحیو کې د سروې کارونه چټک کړي چې له هغې وروسته د عملي کارونو پر مخ لاره خلاصه شي او ښاریانو ته خدمات وړاندې کړو.

د ناستې په پای کې د مهترلام ښاروال له لوري د ښاروالۍ مالي او اداري امر ښاغلي مطیع الله عظیمي د هغه د ښو خدماتو په وړاندې کولو او سالم مدیریت له امله د ښاروالۍ د لزوم دید پر اساس او ولایت مقام د منظورۍ څخه وروسته په دریمه درجه تقدیرنامه تقدیر شو او ښاغلي عظیمي ژمنه وکړه چې خپلو خلکو ته به لا د خدمت جوګه شي چې دمجلس د غړو له لوري ورته د بریالیتوب هیله وشوه او ناسته په دعايې سره پای ته ورسیده

په درنښت

مهترلام ښاروالۍ

۲۸/۲/۱۴۰۰

Latest news

Sat, Feb 28 2026 8:46 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

Sat, Feb 28 2026 8:42 AM
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

Thu, Feb 26 2026 5:38 AM
Background image

په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چارې په منظم شکل جریان لري

په یاده پروژه کې د. . .

BACK TO NEWS