د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیریت د جواز ورکولو په عوایدو کې د تیرکال په پرتله ۵۰% فصیده زیاتوالی راغلی

web_admin
Tue, Jan 21 2025 8:26 AM
اداري ناسته

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ نن د یادې ادارې له امرینو او مدیرانو سره ناسته ترسره شوه
په یاده ناسته کې د مهترلام ښاروال له لوري د ښاروالۍ د نورو کارونو ترڅنګ د عوایدو برخه هم وڅیړل شوه چې د عوایدو مدیریت اړوند د جواز ورکولو برخې له لوري د پلان مطابق  په منظم شکل عواید راټول شوي چې د تیر کال په پرتله پکې ۵۰% فیصده زیاتوالی راغلی دی
همداراز د ښاروال ښاغلي شهامت له لوري د پنځه واړه ناحیو د عوایدو د راټولو چارې هم وکتل شوې او د نواحیو مدیرانو ته سپارښتنه وشوه چې د عوایدو په راټولو کې ګړندي ګامونه واخلي او د وړاندوینې مطابق خپل عواید راټول کړي
د مجلس په پای کې د نواحیو مدیرانو ژمنه وکړه چې دوی به د عوایدو راټولو په برخه کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي ترڅو د ورکړل شوي وړاندوینې په اساس خپل عواید برابر کړي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS