د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ګلدانونو د منظم کولو چارې جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار او پاکونو د ګلدانونو د ګلانو ځمکې نرمولو او منظم کولو چارې پیل شوي چې د مهترلام ښار د پنځه واړه ناحیو د ګلدانونو ګلان او زینتي بوټو ځایونه به په منظم شکل جوړ کړل شي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري له دې وړاندې د حشراتو او امراضو د مخنیوي په موخه په نیالګیو، ګلانو او زینتي بوټو باندې دوا پاشي او د تقوې لپاره یې حیواني او کیمیاوي سره هم ورکړل شوې ده
یاده دې وي چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کار کوونکو له لوري وخت په وخت د ګلانو څارنه او پالنه کېږي