د مهترلام ښاروالۍ اړوند د درې سیټه تشنابونو مزایده ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوي کمیټې په حضور کې د مهترلام ښاروالۍ اړوند د درې سيټه تشنابونو چې د سبزې مارکیټ، ابن سینا مکتب او درمان کلینک ترڅنګ موقیعت لري، مزایده ترسره شوه، چې محمد عثمان د ثناء ګل زوی د میاشتې په ۲۶ زره ۷۵۰ افغانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو
یاده مزایده د مهترلام ښاروالۍ مالي او اداري امریت کې د څلورو داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه، چې محمد عثمان پکې د لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی اعلان شو
نوموړی شخص به له قرارداد کولو وروسته هره میاشت ۲۶زره ۷۵۰ افغانۍ عواید د مهترلام ښاروالۍ بانکي اکاونټ ته ور اضافه کوي
د یادونې وړ ده چې د تیرکال په پرتله سږکال د مهترلام ښاروالۍ د یادو تشنابونو په عوایدو کې د میاشتې څه باندې ۸ زره افغانۍ زیاتوالی راغلی