د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پلو لارو د خلاصون کمیسیون ترسره شو

د ګنې ګوڼې د مخنیوي په موخه د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیریت له لوري د پلو لارو د خلاصیدو کمیسیون ترسره شو
یاد کمیسیون د (پشه یو) په ساحه کې کومې لارې چې د دوکاندارانو او هټیوالو له لورې بندې شوې وې، په مکمل ډول د ښاریانو پرمخ خلاصې کړې او یادو دوکاندارانو ته یې خبرداری ورکړ، که له دې وروسته هر چا لاره بنده کړه دوی به ورسره قانوني چلند وکړي، چې بیا حق د شکایت نه لري
ښاریانو د مهترلام ښاروالۍ له یاد کمیسیون څخه خوښي وښوده او وې ویل چې د پلو لارو په خلاصیدو سره د ګڼې ګوڼې او ترافیکي پیښو مخنیوی کیږي
د یادونې وړ ده چې د ښاري نظم په موخه د مهترلام ښاروالۍ له لوري په ښار کې وخت پر وخت کمیسیونونه ترسره کېږي