د مهترلام ښار د تیلو پمپونو مسؤلینو له مهترلام ښاروال سره خپلې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې

د مهترلام ښار د تیلو پمپونو مسؤلینو له مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل او خپلې ستوتزې یې ورسره شرېکې کړې
دوی په لومړیو کې د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل او له ښاروال ښاغلي شهامت څخه یې مننه وکړه چې د مهترلام ښار د اوسیدونکو ستونزې د حل په موخه مخامخ اوري
ښاروال ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاروالۍ د ټولو ګډ کور یاد کړ او وې ویل چې د ښاروالۍ د مقام دروازه د مهترلام ښار د ټولو اوسیدونکو پر مخ خلاصه ده، ټول ولسونه کولای شي چې راشي او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي.
په پای کې ښاروال ټولو راغلو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې په وخت رسیده ګي کوي