په دریمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو لپاره د ځایونو جوړیدو چارې روانې دي

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۶:۲۹
د نيالګيو لپاره ځايونه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار اړوند دریمه ناحیه کې د نیالګیو نهال لپاره د ځایونو د کیندلو چارې د پلان له مخې په منظم شکل جریان لري.
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبرۍ مامور انجنیر ریحان الله آریان وویل، چې دوی د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه سږکال نیالګیو، زینتي بوټو او ګلانو د ګرلو او نهال کولو لپاره د ځایونو جوړولو چارې پیل کړې، چې د ټولو نیالګیو او ګلانو لپاره به په منظم شکل د پلان له مخې ځایونه جوړ او وګرل شي
نوموړي وویل چې تر دې دمه یې د مهترلام ښار پنځه واړه ناحیو کې شاوخوا یونیم زر نیالګیو لپاره ځایونه منظم کړې او لا هم دغه لړۍ دوام لري
د یادونې وړ ده چې تیرکال د مهترلام ښاروالۍ له لوري په مهترلام ښار کې ۱۱ زره میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي کینول شوي ؤ چې د ټولو ښه پالنه شوې او تازه ساتل شوي دي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۲۱
Background image

د تنظیف کارکوونکو له لوري د علیشنګ د عمومي سرک په مسیر د ویالو او پلچکونو د پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د علیشنګ په مسیر د پښتون چوک څخه تر سلیمان چوک پورې د سړک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۸:۱۳
Background image

په مهترلام ښار کې د ګلدانونو او پارکونو د خړوبولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري هره ورځ د پارکونو نیالګي او د ښار ګلدانونه په منظم شکل خړوبیږي ، د پارکونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۷:۴۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر اوسه یې. . .

BACK TO NEWS