په پنځمه ناحیه کې د نیالګیو او زینتي بوټو د کېنولو لړۍ روانه ده

د مهترلام ښاروالۍ د پنځمې ناحيي د زیارکښو کارکونکو له لوري په یاده ناحیه کې د نیالګیو کېنولو لړۍ د پلان له مخې په منظم شکل روانه ده، چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت ترې لیدنه وکړه
ښاروال د ناحيي مدیر محمد منیر فاروق ته سپارښتنه وکړه چې د نیالګیو نهال کول په منظم شکل ترسره کړي او همداراز یې پالنې او ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي
سږکال مهترلام ښاروالۍ د مهترلام ښار د زرغونتیا په موخه په پنځه واړه ناحیو کې ۴ زره شاوخوا نیالګي کېنوي چې اوس مهال یې د نهال کولو چارې په منظم شکل روانې دي