د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې ټینګار وشو
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د کوچني اختر له رخصتیو وروسته د ښاروالۍ له امرینو، مدیرانو، مامورینو او د تنظیف له کارکوونکو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه
په ناسته کې ښاروال د اختر د مبارکۍ تر څنګ ټول ګډونوال خپلو دندو ته متوجه کړل او ټینګار یې وکړ، چې اداري چارې باید په منظم او مسؤلانه ډول پرمخ یوړل شي، ترڅو د مراجعینو ستونزې پر وخت حل او له ځنډ او خنډ څخه مخنیوی وشي
نوموړي له امرینو، مدیرانو او مامورینو وغوښتل، چې د ښاریانو د غوښتنو او ستونزو په حل کې جدي پاملرنه وکړي او د خدمتونو وړاندې کول لا اغېزمن کړي
همداراز ښاروال د تنظیف پر کارکوونکو ټینګار وکړ، چې خپل فعالیتونه د ټاکل شوي پلان له مخې تنظیم او ترسره کړي، ترڅو ښاریانو ته پاک، منظم او سالم چاپېریال برابر شي
