د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پلو لارو د خلاصون او د ښار د پاکوالي ګډ آشر ترسره شو
د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، چې د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله مبارز، د ترانسپورټ ریاست او لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله، د ګڼهګوڼې د مخنیوي، د پلو لارو د خلاصون او د ښار د پاکوالي په موخه ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر د مهترلام ښار په بېلابېلو ساحو کې ترسره شو، چې په ترڅ کې یې هغه دوکانداران او هټیوال تنظیم شول چې د اختر شپو او ورځو کې یې د ترپالونو، چترۍګانو او نورو توکو په وسیله یې پلې لارې بندې کړې وې، یادې لارې بېرته د ښاریانو پر مخ خلاصې شوې
د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي دوکاندارانو او هټیوالو ته سپارښتنه وکړه، چې د پلو لارو د خلاص ساتلو ترڅنګ د ښاري نظم اصول مراعات کړي
نوموړي همداراز د هندواڼو پلورونکو ته لارښوونه وکړه، چې د ښار پاک ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او یوازې په خپلو غرفو او د ښاروالۍ له لوري په ټاکل شویو ځایونو کې خپلې چارې ترسره کړي
