د مهترلام ښاروالی له لوری د سلام ځای پارک د احاطی تړون

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۵:۳۱
تړون لیک

مهترلام ښاروالۍ د شل میلیونه افغانیو په ارزښت د سلام ځای پارک د ۳۵۰۰ متره احاطوي دېوال د جوړېدو قراردداد له قراردادي شرکت سره لاسلیک کړ.

د سلام ځای پارک د احاطې دیوال ۳۵۰۰ متره اوږدوالی لري چې ۲۰ میلیونه افغانۍ پرې مصرف راځي او په شپږو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

په همدې موخه نن يکشنبه د غبرګولي پر ۲۵ نېټه له غرمې وړاندې غونډه جوړه شوې وه، چې پرمهال يې د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ سربېره, مهترلام ښاروال انجینر نظيف الله الکوزي،د ولایتي شورا ریس عتیق الله عبدالرحیمزي, د بېلابېلو ادارو مسولينو، استادانو، مدني فعالانو، د ګزر وکیلانو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

 

ناسته

لومړی د مهترلام ښاروال انجینر نظيف الله الکوزي د سلام ځای پارک په ارزښت، نوم او طرحې هر اړخيزه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.

نوموړي وويل د سلام ځای ساحه د پراخې جغرافياوي، فرهنګي، اقتصادي او ګڼو نورو ارزښتونو څخه برخورداره ده، چې په جوړېدو سره به يې يوځل بيا لغمان ولايت خپل پخوانی برم ترلاسه کړي.

هغه وويل په ياده ساحه کې به خصوصي پانګوال هم پانګه اچونه وکړي، چې ورسره سم به د سيمې خلکو ته موقتي او دايمي ګټې ورسېږي.

ښاروال وويل په دې پارک کې به مسجد،کتابتون، مېلمستون، حوزونه، او دوکانونه هم په معياري ډول ورغول شي، ترڅو د سيلانيانو د ځانګړې پاملرنې وړ وګرځي.

الکوزي زياته کړه د ياد پارک د کارونو د لا ښه تنظيم او نظارت په موخه به د بېلابېلو ادارو د مسوولينو څخه يو ګډ کاري بورډ جوړ کړي.

هغه وويل هڅه کوي، چې په مهترلام ښار کې د ټولو پارکونو د سرسبزۍ ساتنه خصوصي سکتور ته ورکړي او زياته يې کړه، چې په دې پارک کې به هر زون ته برخه بېله کړي او د يو پينځه ستوريز هوټل ترڅنګ به د مېرمنو او کوچنیانو لپاره يو بېل پارک هم جوړ کړي.

ښاروال وويل د ياد پارک په جوړېدو به ټول ټال ۲۱۹ ميليونه افغانۍ مالي لګښت راشي، چې له جملې يې ۱۱۹ ميليونه افغانۍ د مهترلام ښاروالۍ او ۱۰۰ ميليونه نورې افغانۍ د خصوصي سکتور لخوا ورکول کېږي.

په ورته مهال لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ د مهترلام ښاروال څخه مننه وکړه، چې د سلام ځای پارک د روغونې د چاروو په اړه يې هر اړخيزه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.

نوموړي د ياد پارک د ژر جوړېدو په برخه کې د ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو مسووليت مهم ياد کړ او له دوی څخه يې په دې برخه کې د هر ډول مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي ننګ وويل د سلام ځای پارک په جوړېدو سره به لغمان هر ورځ د سلګونو سيلانيانو کوربه وي.

نوموړي له قرار دادي شرکت څخه غوښتنه وکړه چې د چارو کیفیت او ګړندي توب ته ځانګړې پاملرنه ولري.

ورپسې د ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي د ولايتي ادارې او مهترلام ښاروال څخه مننه وکړه، چې په دې سختو حالاتو کې هم د رغونې کارونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

هغه له ټولو ولسونو څخه وغوښتل، چې د شاهي کانال پروژې پر وړاندې پراته خنډونه دې د جرګو له لارې حل کړي ترڅو د يادې پروژې عملي چارې هم ژر پيل شي.

په پای کې د سلام ځای پارک د احاطوي دیوال د اړوندو مسوولینو او د د هېواد رغون شرکت استازي ترمنځ لاسلیک شوو.
#اداره_اورګانهاى_محلي
#دسيمه_یيزو_ارګانونو_اداره #IDLG
#مهترلام_ښاروالۍ

۱۳۹۹/۳/۲۵

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته د پاک چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري چې د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار له قصابیو څخه یې لیدنه وکړه او د پاک او منظم چاپېریال د ساتنې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۸:۲۶
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شو

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند دویمې ناحیې "حاجيانو کلي" کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک په اساسي شکل جوړ او نن رسماً د ترافیکو پر مخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۷:۵۴
Background image

مهترلام ښاروال د یوې بلې پروژې قرارداد هم لاسلیک کړ

مهترلام ښاروالۍ خپل د موټرو، وسایطو او تیلو پمپ د ښې ساتنې په موخه د سایه بان پروژه پلې کوي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي انس لطیفي ودانیز. . .

BACK TO NEWS