لغمان والي د کابل ــ جلال اباد سترې هډې د جوړیدو له چارو لیدنه وکړه.

دلغمان والي رحمت الله یارمل د چهارشنبې په ورځ په داسې حال کې چې مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، ددفتر رئیس او مهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزی یې ملتیا کوله په مهترلام ښار کې د کابل ــ جلال اباد هډې او ترمینل د جوړیدو له چارو نږدې څخه لیدنه وکړه.
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي والي یارمل ته د هډې او ترمینل د کارونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
لغمان والي ښاغلي رحمت الله یارمل خوښي اوښوده چې د انکشاف لړۍ په دې ولایت کې خورا په ښه شکل روانه ده.
هغه د مهترلام ښاروال او نورو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د کارونو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه ولري.
۱۳۹۹/۵/۱
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر