په ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د ترافیکو له مدیر سره ناسته وشوه.

مهترلام ښاروال مجاهد (رحمت زي) د ترافیکو سرپرست مدیر حکمت الله (اسماعیل خیل) سره ولیدل او د ښاري نظم د برابرۍ ترڅنګ یې د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنیوي په تړاو ورسره خبرې وکړې.
مهترلام ښاروال په خپلو خبرو وویل: دا چې ښاري نظم، د ګڼې ګوڼې مخنیوی، د پلو لارو خلاصون د ښاروالۍ او ترڅنګ یې ترافیکو ګډ مسولیت ده، یاد مسولیت ته باید خاصه پاملرنه وشي، ترڅو ښاریان له ستونزو څخه خلاص شي.
مهترلام ښاروال زیاته کړه: په ښار کې د ریکشو د زیاتوالي څخه ولسونه شکایت لري، په ښار کې پلی تګ نه کیږي، ترافیک دنده لري چې یادې ګڼې ګوڼې لمنځه یو سي.
په ورته مهال د ترافیکو مدیر حکمت الله اسماعیل خیل مهترلام ښاروال ته د نوې دندې مبارکي وویله او د مهترلام ښار د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په برخه کې یې ډاډ ورکړ.
ښاغلی اسماعیل خیل وایي: د مهترلام ښار د ریکشو د زیاتوالي او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي برخه کې مو اقدام کړی ده، په کم وخت کې به موږ د مهترلام ښاروالۍ ریاست سره په ګډې همغږۍ د ښار ګڼه ګوڼه راکمه کړو او ښاري نظم به جوړ کړو.
پای کې مهترلام ښاروال د ترافیکو مدیریت له مسولینو څخه چې د ښاري نظم لپاره کار کوي مننه وکړه او هم د مهترلام ښار د نظم لپاره یو شمیر ګډ تصامیم ونیول شول.
په درنښت