د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پارکونو سرسبزه کولو په موخه دواپاشي جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار په ټولو پارکونو د ښکلا، سرسبزۍ او ښه سرسبزه چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د دواپاشۍ بهیر جریان لري
یاد بهیر د ښاروالۍ له لوري د چاپېریالي پاکوالي، د نباتاتو د خوندیتوب او تازه والي په موخه ترسره کېږي، څو د زیان رسوونکو حشراتو مخنیوی وشي او ښاري فضا لا ښکلې، پاکه او زرغونه پاتې شي
د مهترلام ښاروالۍ تمظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیع الله نیازی وایي، چې دا دواپاشي به د ښار ټولو پارکونو، شنو ساحو او د استراحت ځایونو ته وغځېږي، او هڅه کېږي چې دغه پروسه په منظمه توګه پرمخ یوسي
د یادونې وړ ده چې د یاد مدیریت له لوري هره ورځ د پلان له مخې د پارکونو د خړوبولو چارې هم په منظم ډول ترسره کېږي