د مهترلام ښاروالۍ د مارکیټ د درېیمې برخې مزایده ترسره شوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۳۵
مزايده

د مهترلام ښاروالۍ یو مارکیټ، چې د لومړۍ ناحیې اړوند د کلیو او پراختیا ریاست جنوب طرف ته موقعیت لري، د درېیمې برخې مزایده یې ترسره شوه
یاده مزایده د درې داوطلبانو ترمنځ د تدارکاتو او خدماتو د قانون مطابق، د ټاکل شوې کمېټې په حضور کې ترسره شوه

 د مزایده په پایله کې انجنیر عبدالناصر قانع د خال محمد زوی، د میاشتې په ۱۶ زره او ۵۰۰ افغانیو لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی اعلان شو

د یادونې وړ ده چې د ښاروالۍ ټول ملکیتونه هر کال د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپارل کېږي او د لوړ نرخ ورکونکي سره د یو کال لپاره قرارداد کېږي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۰:۳۲
Background image

مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پروژو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ

د مهترلام ښار په لومړۍ او دویمه ناحیو کې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دوو پراختیايي پروژو چارې جریان لري چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د لومړۍ ناحيي مدیر ملا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۵
Background image

د مشرتابه ۱۷مه ګڼه فرمان د لغمان ولایت په مختلفو ساحو کې نصب شو

د چارو ادارې لوی ریاست د مطبوعاتو ریاست او د مهترلام ښاروالۍ په همکارۍ د لغمان ولایت د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د عملي کولو او تطبیق په موخه د عامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۵۵
Background image

د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د یو ګډ کمېسیون له لوري نن د ښار په مرکزي سیمو کې د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

 یاد کمېسیون د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، چې د ښاري حکومتولۍ. . .

BACK TO NEWS