د تنظیف کارکونکو له لوري د ښار د پلچکونو او ویالو د صفايي ترڅنګ د ګلدانونو خړوبولو چارې هم ترسره شوې

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې او د مهترلام ښار د سمسورتیا په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکونکو فعالیتونه په ورځني ډول د پلان له مخې جریان لري چې نن د لومړۍ ناحيي د تنظیف ډلې له لوري د مهترلام ښار د پلچکونو او ویالو صفايي تر سره شوه
یاده صفايي کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات راټول کړل شول او یو مناسب ځای ته به انتقال او دفن کړل شي
بل اړخ ته بیا د ښاروالۍ د دویمي ناحيي د تنظیف کارکونکو له لوري د سلطان غازي بابا ښار ګوټي دروازې څخه تر قوماندانۍ درې لارې پورې ټول ګلدانونه خړوب کړل شول
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي هره ورځ د مهترلام ښار د پاک چاپېریال ساتنې او زرغونتیا لپاره نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي