د لومړۍ او دویمې ناحیو له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال او د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف برخې زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار د لومړۍ او دویمې ناحیو په یو شمېر ساحو کې د کثافاتو د راټولولو او د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې
په یاده پاکونه کې له ویالو، پلچکونو او اړوندو ساحو څخه خټې، خځلې او راټول شوي کثافات وایستل شول او د اوبو بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرځېد
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي هڅه کوي، څو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کثافاتو د راټولولو او د ویالو د پاکولو چارې په منظم ډول ترسره کړي
د ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار د پاکوالي په ساتنه کې د تنظیف کارکوونکو سره همکاري وکړي او کثافات په ټاکل شویو کثافت دانیو کې واچوي
