د مهترلام ښاروالۍ د تیرې يوې اوونۍ لنډ خبرونه

web_admin
Thu, Feb 27 2025 10:33 AM
د يوې اوونۍ خبرونه

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ۲۲ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت د لومړۍ ناحې اړوند دارالمعلمین اړوند سړک او د چړایي د بیارغونې چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار په دویمه ناحیه کې د نیالګیو کینولو، خړوبولو او د ګلدانونو د جوړولو چارې په منظم شکل د پلان له مخې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د سلطان غازي بابا ښارګوټي دروازې څخه تر شهید عبدالله پښتون چوک پورې د څه کم ۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۸ برېښنايي تنویري پايي لګول شوي، چې اوس مهال یاده عمومي لاره په بشپړه توګه دشپې له خوا ورسره روښانه وي

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکونکو له لوري نن د مهترلام ښار د جامع مسجد د شاوخوا ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه

سږکال تر دې دمه د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د مهترلام ښار په بېلابیلو ساحو کې د بیارغونې کارونه روانې دي، چې په یادو پروژو کې شاوخوا ۴۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د صرافي مارکیټ شاوخوا د ویالو او پلچکونو صفايي ترسره شوه

مهترلام ښاروالۍ الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ له امرینو او مدیرانو سره ناسته وکړه، په پیل کې ښاروال د ښاروالۍ د تیرې ادارې ناستې ګزارش واوریده او  امرین او مدیران یې خپلو دندو ته متوجه کړل، له دوی یې غوښتنه وکړه چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه د قانون په رڼا کې په وخت تر سره کړي

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیریت په لارښونه د ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د بېلابیلو برخو د ویالو او پلچکونو د پاکولو چارې ترسره شوې، چې په یاده پاک کاري کې پلچکونه او ویالې په بشپړ ډول پاکې شوې او کثافات ترې راټول او یو مناسب ځای ته انتقال شو

د مهترلام ښار د تیلو پمپونو مسؤلینو له مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت سره د نوموړي په کاري دفتر کې وکتل او خپلې ستوتزې یې ورسره شرېکې کړې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار او پاکونو د ګلدانونو د ګلانو ځمکې نرمولو او منظم کولو چارې لا هم دوام لري، چې تردې دمه د ښار او پارکونو یو شمیر ګلدانونه منظم شوي او د نورو کارونه جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ په پام کې لري چې د دارالمعلمین سرک په مسیر کې د چړايي پروژې قرارداد له (نجیب لمر) ودانیز شرکت سره په (۱۱۷۳۱۶۷۰) افغانۍ عقد کړي، حقیقي او حکمي اشخاص که په دې اړه هره نیوکه لري، کولای شي خپل اعتراض د خبرتیا له نشر څخه تر (۷) ورځو پورې په لیکلي بڼه د دلایلو سره سم د مهترلام ښاروالۍ د تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري

مهترلام ښاروالۍ رهبري د مهترلام ښار له ټولو اوسیدونکو او ښاریانو څخه په جدي توګه غوښتنه کوي چې کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي، یو شمیر ښاریان کثافات شاوخوا د کثافت دانیو اچوي، چې تر ډیره یې ښاري نظم خراب کړی دی، که له دې وروسته هر څوک په یاد عمل ولیدل شو بیا به ورسره قانوني چلند کېږي چې حق د شکایت نه لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د دویمې ناحيي اړوند ګلدانونو په داغمه ځایونو کې د نیالګیو کېنولو لړۍ روانه ده چې په ټول داغمه ځایونو کې به نیالګي کېنول شي

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دویمې ناحيي اړوند د حاجیانو د کلي د سرک د جوړیدو چارې په منظم شکل د پلان له مخې روانې دي چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د یادې پروژې له کارونو څخه لیدنه وکړه
ښاروال د پروژې مسؤلینو باندې د ښه معیاري او اساسي کار کولو ټینګار وکړ او ترې یې غوښتنه وکړه چې کارونه د پلان مطابق پر وخت ترسره کړي

د مهترلام ښاروالۍ د پنځمې ناحيي د زیارکښو کارکونکو له لوري په یاده ناحیه کې د نیالګیو کېنولو لړۍ د پلان له مخې په منظم شکل روانه ده، چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت ترې لیدنه وکړه

Latest news

Tue, Mar 03 2026 9:21 AM
Background image

د تنظیف کارکوونکو له لوري د علیشنګ د عمومي سرک په مسیر د ویالو او پلچکونو د پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د علیشنګ په مسیر د پښتون چوک څخه تر سلیمان چوک پورې د سړک د. . .

Tue, Mar 03 2026 8:13 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د ګلدانونو او پارکونو د خړوبولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري هره ورځ د پارکونو نیالګي او د ښار ګلدانونه په منظم شکل خړوبیږي ، د پارکونو د. . .

Tue, Mar 03 2026 7:49 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر اوسه یې. . .

BACK TO NEWS