په باراني حالاتو کې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو چټک فعالیتونه
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په مهترلام ښار کې بندې شوې لارې او ویالې په چټک اقدام سره پاکې او بېرته عادي حالت ته راوګرځولې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړي هدایت پر بنسټ د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت تر چتر لاندې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې له ویالو څخه خټې، خځلې او کثافات پاک کړل شول او د اوبو بهیر بېرته عادي شو
مهترلام ښاروال ټینګار کوي، چې د ښار د پاکوالي او د ورته ستونزو د مخنیوي لپاره به دغه ډول هڅې دوام ولري
زموږ_ښار_زموږ_کور
شهرما_خانۀ_ما
