د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پاک چاپېریال ساتنې کمېټې ته وسایل ورکړل شو

web_admin
Sun, Apr 05 2026 5:20 AM
کمېټه

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د کمېټو د ملاتړ لپاره د ښاروالۍ له لوري اړین وسایل ورکول کېږي ترڅو د کمېټې غړي په اسانۍ سره خپل فعالیتونه ترسره کړي

په همدې لړ کې نن د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر حاجي عباس عمري د روښان عالي لېسې له کمېټې څخه لیدنه وکړه او د کمېټې د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره یې یو شمېر وسایل چې پکې یوه لاسي کراچۍ، دوه بیلچې، دوه ښاخۍ، ۳۰۰ ماسکونه، د تنظیف واسکټونه او پنځه جوړې دستکشې شاملې وې د یادې لېسې مدیر مبشیر امیري ته وسپارلې، ترڅو د کمېټې غړي ترې ګټه واخلي

ښاري حکومتولۍ آمر د کمېټې له غړو وغوښتل، چې د ښوونځي د پاک چاپېریال ساتنې ترڅنګ د ښار پاکوالي ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي

د روښان عالي لېسې مدیر ښاغلي مبشیر امیري د ښاروالۍ یاد اقدام وستایه او د ښاري حکومتولۍ آمریت څخه یې مننه وکړه چې د یادو کمېټو څارنه کوي او اسانتیاوې ورته برابروي

Latest news

Tue, Apr 07 2026 9:43 AM
Background image

په باراني حالاتو کې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو چټک فعالیتونه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په مهترلام ښار کې بندې شوې لارې او ویالې په چټک اقدام سره پاکې او بېرته عادي حالت ته راوګرځولې

یاده. . .

Tue, Apr 07 2026 7:12 AM
Background image

مهترلام ښاروال د ګمین کلي له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ګمین کلي له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په. . .

Tue, Apr 07 2026 6:42 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د یو مارکیټ د لومړي او دویمې برخې مزایدې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د یو مارکیټ چې د لغمان ولایت د کلیو او پراختیا ریاست جنوب خوا ته موقیعت لري، د لومړي او دویمې برخې مزایدې یې ترسره شوې

د یاد مارکیټ د لومړۍ برخې داوطلبي چې د ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS