د مهترلام ښاروالۍ د یو مارکیټ د لومړي او دویمې برخې مزایدې ترسره شوې

web_admin
Tue, Apr 07 2026 6:42 AM
مزایده

د مهترلام ښاروالۍ د یو مارکیټ چې د لغمان ولایت د کلیو او پراختیا ریاست جنوب خوا ته موقیعت لري، د لومړي او دویمې برخې مزایدې یې ترسره شوې

د یاد مارکیټ د لومړۍ برخې داوطلبي چې د ښاروالۍ د تعین شوې کمېټي په حضور کې د ۴ داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه، خسرو د عبدالصبور زوی د میاشتې ۴۵ زره ۳۵۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی شو

همداراز د یاد مارکیټ دویمې برخې مزایده د ۳ داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه چې عبدالناصر ولد خال محمد د میاشتې ۱۶ زره ۷۵۰ افغانۍ لوړ نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمېرل شو

که هر څوک په یاده مزایده نیوکه یا هم اعتراض لري کولای شي له همدې نن ۱۷ تاریخ څخه تر ۷ ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د مهترلام ښاروالۍ تدارکاتو مدیریت ته وسپاري

Latest news

Tue, Apr 07 2026 9:43 AM
Background image

په باراني حالاتو کې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو چټک فعالیتونه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله په مهترلام ښار کې بندې شوې لارې او ویالې په چټک اقدام سره پاکې او بېرته عادي حالت ته راوګرځولې

یاده. . .

Tue, Apr 07 2026 7:12 AM
Background image

مهترلام ښاروال د ګمین کلي له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ګمین کلي له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په. . .

Tue, Apr 07 2026 6:42 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د یو مارکیټ د لومړي او دویمې برخې مزایدې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د یو مارکیټ چې د لغمان ولایت د کلیو او پراختیا ریاست جنوب خوا ته موقیعت لري، د لومړي او دویمې برخې مزایدې یې ترسره شوې

د یاد مارکیټ د لومړۍ برخې داوطلبي چې د ښاروالۍ. . .

BACK TO NEWS