مهترلام ښاروالۍ خپله ادارې ناسته ترسره کړه

یاده ناسته د قرانکریم په تلاوت سره نن چهارشنبه د قوس د میاشتې په دولسمه نيټه له غرمی وړاندی د مهترلام ښاروالی په مقر کی ترسره شوه
مجلس د لمړې ناحیی مدیر انجینر ذبیح الله حمیدی په سرپرستی سره وشوه په پرانیستونکی وینا کی ښاغلي حمیدي ټولو ته د ښه راغلاست تر څنګ د مامورینو پر حاضري او پر وخت راتګ تاکید وکړ او زیاته یی کړه :
چې د هری برخی امرین او مدیران د خپل لاس لاندي مامورینو او کارمندانو د اجرااتو مسوولیت پر غاړه لری اوهر مدیر دا مسوولیت لری تر څو سپارل شوي دندی د پلان مطابق ترسره کړې اوهغه مدیریتونه چی کاری ساحه یې پراخه ده کولای شې تر ناوخته پوری کار وکړي
همدارنګه د ښاروالۍ ټول پرسونل باید د مشکلاتو د حل په برخه کی سره لاس په لاس او حل لارې ورته پیدا کړي
چی د ښاروالی پرسونل له لوری ورته ډاډ ورکړ شو تر څو د خپلی ملی وجیبی له مخې هیواد ته د خدمت په برخه کی په پوره توان کار وکړي
ورپسی اړوند مدیریتونو ته دنده ورکړل شوه دا چی د مهترلام ښاروالۍ له لورې په مهترلام ښار کی ډیری پرمختیایی او عام المنفعه پروژو کارونه پر مخ روان دې باید وخت پر وخت د هغو له کارونو نظارت صورت ونیسې تر څو د معیار مطابق او پر وخت یی کارونه پشپړ شي
همدارنګه د سلام ځای تفریحی پارک د ستونزو په اړه د پینځمی ناحیی مدیر خپل ګزارش مجلس ته وړاندې کړ او تصمیم ونیول شو تر څو د اجتماعې مشکلاتو د حل په موخه د سیمې له اوسیدونکو سره لیدنه ترسره شې او ستونزه حل کړاې شي
د کارونو د تنظیم په برخه کی باید ټول پرسونل تر منځ پوره همغږي موجود وې تر څو د راتلونکو مشکلاتو څخه مخنیوی وشی
دا چی قانون زموږ د کار اساس دې او باید اجراات د قانون له احکامو سره سم ترسره شې د مراجعینو اصولی غوښتنو ته باید پر وخت رسیدګی وشی او د هغوې مشکل ته په اولیت کې ځاې ورکړل شی او غونډه په دعایی سره پاې ته ورسیده
۱۲/۹/۱۳۹۹
په درنښت