مهترلام ښاروال‌ مجاهد رحمت زی

Anonymous (not verified)
شاروالی مهترلام

د مهترلام ښار ښکلا لپاره، د ډاکټر عبدالله لغماني منار څخه، د محمد رحيم رحيم څلور لارې پورې د بوټو او ګلدان خونديتوب لپاره ‌کټاره جوړوو!

زموږ ‌کاري ټيم په ښار کې لومړنۍ سروې وکړه، موږ د ګلدان او بوټو خونديتوب لپاره ‌کټاره جوړوو، ددې ترڅنګ ‌د اوسپنيزو کپو ‌په مخکې د ويالې سر په اساسي بڼه هم رغووو.

د ښار د سړکونو د داغ نيونې پروژه ‌هم‌ تکمیل ده، د کټارو ‌او ویالو جوړولو سره جوخت به ددې پروژې چارې هم پيل کړو.

درنو ښاریانو!

د ښاري نظم موضوع هم زموږ لپاره لومړيتوب لري، د اوسپنيزو کپو ايښودلو برنامه ‌هم په چټکۍ سره روانه ده؛ ژر به د مهترلام ښار‌ ښکلا کې يو مثبت بدلون محسوس شي او تاسو به يې هم شاهدان يئ.

درنو ‌ښاريانو!

د ښار ‌په تنظيم،‌ تنظيف، ښکلا، پرمختګ او رغاوي کې ستاسو مرسته او رول ‌مهم دی، موږ يوازې مه پرېږدئ او په دې برخه کې راسره همکار اوسئ

 

Latest announcements

Tue, Jul 29 2025 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دریمې ناحيي اړوند د کرکټ میدان ( لوبغالی) په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې د قرارداد لیوال وي خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه تر ۲۱ ورځو پورې د مهترلام ښاروالۍ . . .

Tue, Jul 29 2025 6:27 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې خپل د یو تجارتي مارکیټ دریم منزل چې د لومړۍ ناحيي اړوند د مهترلام ښار جامع مسجد ته مخامخ موقیعت لري په قرارداد ورکړي، هر هغه اشخاص چې په شرایطو برابر وي او د . . .

Tue, Jul 29 2025 6:24 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې خپل د سراج باغ هوټل چې په لومړۍ ناحیه کې موقیعت لري په میاشتنې کرايي په قرارداد ورکړي، هر هغه اشخاص چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد کولو لیوال وي خپل . . .

Back to announcements