مهترلام ښاروالۍ د ښاري پاکوالي لپاره ۲۶ نوې کثافت دانۍ جوړوي

د پاک او منظم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په مختلفو برخو کې د ۲۰ فلزي او ۶ کانکریټي غټو کثافت دانیو د جوړولو او نصبولو چاره ترسره کېږي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل: نعمان عبدالحد رحیمي ودانیز شرکت په داوطلبۍ کې د شل فلزي او ۶ کانکریټي غټو کثافت دانیو جوړولو په موخه ۹ سوه ۱ دیرش زره افغانۍ نرخ ورکړی ؤ چې د ارزیابي کمیټې له تائید وروسته نوموړی ګټونکی وپیژندل شو او نن ورسره قرارداد لاسلیک شو
ښاروال د قرارداد د لاسلیک پر مهال د شرکت مسؤل ته سپارښتنه وکړه چې کثافت دانۍ د کیفیت له پلوه قوي، د کار وړ او د ښاري اړتیاوو سره سمې جوړې کړي
نوموړي زیاته کړه چې شرکت باید کثافت دانۍ د قرارداد له مخې په دوو میاشتو کې بشپړې او ښاروالۍ ته وسپاري
د دې پروژې له تطبیق سره به د مهترلام ښار په ګڼ شمېر سیمو کې د کثافاتو د راټولولو ظرفیت لوړ شي، د ککړتیا مخه به ونیول شي، او ښاریانو ته به یو پاک او روغتیايي چاپېریال برابر شي