د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښاروالۍ په ټولو پارکونو کې دوا پاشي پیل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري نن د مهترلام ښاروالۍ په پارکونو کې د نیالګیو څخه د حشراتو او امراضو د مخنیوي په موخه دوا پاشي پیل شوه، د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مامور انجینر ریحان الله آریان وویل: یاده دواپاشي یې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په هدایت پیل کړه چې د مهترلام ښاروالۍ په ټولو پارکونو کې به په ونو، ګلانو او زینتي بوټو باندې په منظم شکل د دوا پاشي چارې ترسره شي
نوموړي همداراز وویل، چې د یادې دوا پاشۍ ترڅنګ دوی ټولو پارکونو ته د پلان مطابق کیمیاوي سره هم ورکړې او د اوبو کولو سیستم هم په منظم شکل جریان لري
یاده دې وي چې له دې وړاندې هم د مهترلام ښاروالۍ له لوري د نیالګیو د ښې ساتنې موخه ورته کارونه ترسره شوي