د تنظیف کارکوونکو له لوري د علیشنګ د عمومي سرک په مسیر د ویالو او پلچکونو د پاکونې چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د علیشنګ په مسیر د پښتون چوک څخه تر سلیمان چوک پورې د سړک د ویالو او پلچکونو د پاکونې چارې ترسره شوې
له یادو ویالو څخه خټې، خځلې او کثافات راویستل شول، چې له اوچېدو سره سم به یو لیرې ځای ته انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي
