د سلطان غازي بابا ښار ګوټي دروازې ترڅنګ د علیشنګ په مسیر د عمومي سرک د ویالو او پلچکونو پاک کاري ترسره شوه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۱:۴۴
پاک کاري

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکونکو له لوري نن د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا ښارگوټي دروازې ترڅنګ د علیشنګ په مسیر د عمومي سرک د ویالو او پلچکونو پاک کاري ترسره شوه
یاده پاک کاري کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات راټول کړل شول او یو مناسب ځای ته انتقال او دفن کړل شو
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي
مهترلام ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک چاپېریال ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۲۹
Background image

په مهترلام کې د ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې هره ورځ د پلان له مخې ترسره کېږي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د پارکونو، ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې د ځانګړي پلان له مخې په منظم ډول هره ورځ ترسره کېږي
نن د یاد مدیریت مامور انجنیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۲۴
Background image

د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت نن د ښار په مرکزي سیمو کې د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره کړ. یاد کمېسیون د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، د ترافیکو مدیریت او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۸
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د پنځمې ناحیې د قرارګاه په ساحه کې د پاک کارۍ چارې ترسره شوې

نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو د ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قرارګاه په ساحه کې د خاکروب پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په دې فعالیتونو کې هغه سړکونه او لارې. . .

BACK TO NEWS