د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې چارې %۹۵ سلنه بشپړې شوي دي

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۹:۲۵
پارک

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په دویمه ناحیه کې د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک له کارونو څخه لیدنه وکړه، په یاده لیدنه کې ښاروال وویل، چې دوی به په یاد پارک کې سږکال میوه لرونکي او غیرې میوه لرونکي نیالګي او زینتي بوټي هم نهال کړي چې د پارک ښکلا به ورسره زیاته شي
اوس مهال د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د څه کم دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد پارک د احاطې، کټارې او دوه دروازو چارې روانې دي چې د احاطې او کټارې کارونه یې بشپړ شوي او د دروازو د لګولو چارې روانې دي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۸
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د پنځمې ناحیې د قرارګاه په ساحه کې د پاک کارۍ چارې ترسره شوې

نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو د ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قرارګاه په ساحه کې د خاکروب پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په دې فعالیتونو کې هغه سړکونه او لارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۰:۲۶
Background image

په مهترلام ښار کې د کرکټ د لوبغالي مزایده ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ اړوند په دریمه ناحیه کې د کرکټ لوبغالي لپاره ځانګړې شوې ځمکه نن د قرارداد په موخه په رسمي ډول په مزایده کې وړاندې شوه

یاده مزایده د مهترلام ښاروالۍ د تعین شوې کمېټې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۷:۱۱
Background image

په مهترلام کې د پارکونو د منظمولو او خړوبولو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د پارکونو، ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې د ځانګړي پلان له مخې په منظم ډول دوام لري، په دې لړ کې د ښار پارکونو ته ځانګړې. . .

BACK TO NEWS