د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

د مهترلام ښاروالۍ د دریمي ناحيي اړوند د عامې روغتیا تعمیر ترڅنګ د موټرو تم ځای (پارکینګ) د قرارداد لپاره محمد شفیع د عبدالسلام زوی د میاشتې کرايي ۱۱ زره ۴۰۰ افغانۍ نرخ ورکولو سره په مزایده کې ګټونکی شمېرل شوی، که هرڅوک په یاده پروسه نیوکه لري خپل اعتراض دې په لیکلي بڼه تر ۷ ورځو پورې د مهترلام ښاروالۍ تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري