د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د سرک جارو کولو پراخ فعالیتونه ترسره شول

نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو د ښار د پنځمې ناحیې د کابل ـ جلال آباد هډې ترڅنګ د مهترلمک ښوونځي مخې د سرک خاکروب پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په دې فعالیتونو کې هغه سړکونه او لارې جارو او پاکې شوې چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله له خاورو، شګو، کثافاتو او خځلو ډکې شوې وې او د تګ راتګ په برخه کې یې ستونزې راولاړې کړې وې
مامور حیات الله تلوار، چې د یادو فعالیتونو مشري کوي، وایي چې له څو ورځو راهیسې یې په یاده ناحیه کې د خاکروب چارې تر سره کړې چې اوس مهال یاد سرک په بشپړ ډول پاک شو
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي په دوامداره ډول د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د پاک کارۍ چارې ترسره کوي ترڅو ښاریانو ته روغ او د ژوند وړ چاپېریال رامنځته کړي