د مهترلام ښار پرمختګ، سمسورونه، تنظيم او دغه ښار نورو ملګرو ښارونو سره سيال کول مو د هدف سربېره ارمان هم دی!

له ژمنې سره سم د مهترلام ښار د انکشاف او رغونې بنسټيز باب پرانيزو او د ښار په زړه کې لوړ پوړيز مارکيټونه، ټاورنه، سړکونو، تمځایونه او پارکونه جوړوو.
دا په مهترلام ښار کې تازه جوړيدونکی ( مهترلام ټاور) دی، چې د ځمکتلي په شمول په شپږو پوړونو کې په اساسي ډول جوړیږي.
دا به ډېر ژر پرانیستل شي او همداسې به د نورو ډېرو افتتاح ګانو شاهدان هم اوسئ.
دا ټاور به په خپله سينه کې معياري هټۍ، يو عصري هوټل او مجهزې رهایشي خونې هم ولري.
درنو ښاریانو!
موږ د مهترلام ښار د انکشاف او رغونې لپاره خواري کړې او يو اندازه بودجه مو ورته پیدا کړې ده، چې ژر به يې تاسو په رغنیزه برخه کې هم محسوس کړئ.
په درناوي
مجاهد رحمت زی
مهترلام ښاروال