مهترلام ښاروالۍ ته به د اصلي بوديجې په خوا کې اضافي، کومکي بوديجه او ترڅنګ به یې ولسونو ته د کارموندنې په موخه ځینې پروژې هم وا استول شي

د ښارواليو چارو معين د لغمان مخورو، ديني عالمانو، فرهنګيانو، د مشورتي شورا غړو او ځوانانو د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو چارو له معين ښاغلي عبدالباقي پوپل، مسلکي او تخنیکي رئیس سید محرم سادات، CIP برنامې مسوول حمدالله همدرد او د عوایدو او محاسباتو له رئیس محمد امین توخي سره په يوه ناسته کې، د لغمان د انکشاف په اړه د نوموړيو له همکاريو مننه وکړه.
د ناستې برخه والو د يادې ادارې له رهبرۍ مننه وکړه چې د ښاري پراختيا په برخه کې يې د مهترلام ښاروالۍ لاسنيوی کړی او هره ممکنه مرسته يې کړې.
د مهترلام ښاروال انجينر نظيف الله الکوزي، ښاغلي پوپل او د ده ادارې ته کورودانی ووايه چې په خبره يې، نه يوازې دا چې دوی پورې اړونده هېڅ چاره يې نه ده ځنډولې، برعکس هره ممکنه مرسته يې هم ورسره کړې.
مهترلام ښاروال ښاغلي الکوزي د ښاروالۍ د کم ساريو فعاليتونو امتياز، ولس ته منسوب کړ: ((که د خلکو مرسته راسره نه وای، ښايي دا هر څه په دې بڼه نه وای، ما چې هره طرحه وړاندې کړې او هره پروژه مې پیل کړې، زما د خلکو د همکارۍ له برکته ښکلې شوې او په ښه توګه مخ ته تللې)).
د ناستې په لړ کې د مشورتي شورا مرستيال الحاج تورجان سهاک د ولسونو له ادرسه وغږېد، ده په چارو کې د خلاقيت رامنځته کولو او د مهترلام ښار د زړې بڼې د نوي کولو کرېډېټ د مهترلام ښاروال ته ورکړ او د ښارواليو چارو له معين څخه يې مننه وکړه چې د ښې ادارې له برکته يې يو زوړ ښار، د نوې زندګۍ له ټولو مزاياوو په برخمن ښار بدل شو: ((موږ اوس خپل خدمتګار ښه پېژندلی شو. چا چې په اتلس ساعته کار موږ ته د ښه ژوند آسانتياوې را برابرې کړې او چا چې په ويجاړ ښار کې د ژوند فرصتونه رامنځته کړل، راځنې نه ورکېږي. بلې خوا ته پوپل صيب هم هغه نوم دی چې د هر لغماني په ژبه اوړي را اوړي.
د مهترلام ښاروالۍ د ځوانانو د بورد په استازولۍ د لغمان پوهنتون استاد عمران الله خنجرد عصر پر تقاضاوو او د ښاغلي نظيف الله الکوزي په لنډمهالې کارکردګۍ وغږېد. د ده په ټکو، زمانه راڅخه د يوويشتمې پېړۍ کار غواړي او که موږ د نولسمې پېړۍ په زاړه او کليشهيي فکر مخ ته ځو، په حقيقت کې مخ په ځوړي روان يو. ده وويل: د مهترلام کنډو کپر حالت او د ښار سپېره زړه ته په کتو، څو کاله دمخه دا فکر نه کېده چې دومره لږ وخت کې دې هر څه ناڅاپي بدل شي، خو دا تصادف وشو. لوړ پوړې ودانۍ، ښاري ښکلا، ښاري آسانتياوې او د سيمې پراختيا يوه معجزه ګڼل کېده او دا معجزه موږ ته ښاغلي الکوزي وکړه.
د ښارواليو چارو معين ښاغلي عبدالباقي پوپل يو ځل بيا د مهترلام ښاروال ته د هېواد په کچه د نوښتګر ښاروال لقب وکاراوه او ويې ويل: ښاغلي الکوزي د خپلو خلاقانه کړنو له امله تر دې دمه دی پر خپل کارولي لقب نه دی پښېمانه کړی.
د ده په خبره، اهل کار به مخ ته ځي او دا حتمي ده چې په دغه جريان کې به يو شمېر مغرض کسان د بدنامۍ له هرې وسيلې کار اخلي خو دا يې هم وويل چې دوی لپاره د کار تر څنګ د خلکو رضايت معيار دی او له نېکه مرغه چې د مهترلام ښاروال د معيار په دې کچ او مېچ برابر ختلی.
د مهترلام ښاروال له کارونو څخه د رضايت له مخې، ښاغلي پوپل د ډاډ او شاباش په توګه ياده کړه چې مهترلام ښاروالۍ ته به د اصلي بوديجې په خوا کې اضافي او کومکي بوديجه هم را استول کيږي او په خوا کې به يې د کارموندنې په موخه ځينې دغسې پروژې پيليږي چې ورسره د خلکو په روزګار او معيشت کې مثبت انقلاب راشي. د ښاغلي نظيف الله الکوزي د ستاينې په برخه کې يې وويل: ستاسې ښاروال له منابعو څخه لازمه او تدريجي ګټنه کړې، لږ امکانات يې په ګټوره توګه کارولي او لومړيتوب يې هغه څه ټاکلی چې د خلکو پر ژوند يې نېغ په نېغه اغېز درلود: ((واقعيت دا دی چې ده په لږ وخت کې له مهترلام ښار څخه د کندهار (عينو مېنه) جوړه کړه. زه هم ژمنه کوم چې د الينګار او اليشنګ د سيندونو غاړې به د سياحت او نندارې دغسې سيمې ګرځي چې د ثاني عينو مېنې نظير وګرځي.)) په دې برخه کې ښاغلي پوپل اړوندو رييسانو ته هم لارښوونه وکړه چې لغمان ته خپل کاري او تخنيکي سفرونه برابر کړي. د ښارواليو چارو معين ځان د ولس د ورکړې مينې د احسان مرهون وګاڼه چې د دوی د کړي خدمت قدر ورسره شته او تعهد يې وښوده چې د دوی د دې مينې په بدل کې به لا ډېر فرصتونه رامنځته کوي. په پای کې مخورو او فرهنګيانو ښاغلي پوپل، د مسلکي او سکتوري رييس، د CIP برنامې مسوول ته د عزت او قدردانۍ پګړې ور په سر کړې.
.
#مهترلام_ښاروالۍ