مهترلام ښاروال د مهترلام ښاروالۍ پورې اړوند د خدماتې او تنظیفاتی برخی له دریورانو او عمله کارانو سره له نږدی ولیدل او د هغوې ستونزې یې واوریدلې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۵:۴۲
شاروالی مهترلام

دوشنبه د دلوی په دوه ویشتمه نیټه مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي او ورسره مل مالی او اداري امر مطیع الله عظیمې او د ښاروالۍ اړوند مدیرانو د ښاروالی له دریوانو او د تنظیف برخې له عمله کارانو سره ولیدل.

په پيل کی مهترلام ښاروال ښاغلي رحمت زي وویل: دا چی لغمان زموږ مشترک کور دې اود هغه پاک ساتل زموږ د هر وګړي مسوولیت دی یو پاک ښار د هغه د میشتو خلکو د ښه فرهنګ ښکارندوی کوی او باید تر خپلی وسی کوښښ وکړو چې ښار پاک وساتو او نورو ته لارښوونه وکړو تر څو د ښار په ښکلا کې خپله برخه واخلې.

ورپسې د عمله کارانو له لورې مهترلام ښاروال څخه غوښتنه وشوه ترڅو هغوې ته د تنظیفاتی برخې وسایل چې دوي یې له کمبود سره مخامخ دي پوره کړي چې په دې برخه کې مالی اوادارې امریت ته سپارښتنه وشوه تر څو هر څومره ژر چې کیږی دغه ستونزه حل شي.

همدارنګه هغه وسایط چې تخنیکي مشکل لری او د ښار او اړوند نواحیو کثافات مشخص شوی مکان ته انتقالوی ژر ترمیم شی اولازم سهولتونه دی دغی برخی ته برابر شي.

په پاې کې د یادی برخې مسوولینو او خدماتی کارکوونکو په یوه خوله د سپارل شوی دندی د لا ښه پر مخ وړلو لپاره مهترلام ښاروال او ښاریانو ته ډاډ ورکړ چی په هر ډول شرایطو کې خپلو دندو ته ژمنتیا لرې.

په درنښت

۱۳۹۹/۱۱/۲۲

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

www.mehterlam.gov.af

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۲۱
Background image

د تنظیف کارکوونکو له لوري د علیشنګ د عمومي سرک په مسیر د ویالو او پلچکونو د پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د علیشنګ په مسیر د پښتون چوک څخه تر سلیمان چوک پورې د سړک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۸:۱۳
Background image

په مهترلام ښار کې د ګلدانونو او پارکونو د خړوبولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري هره ورځ د پارکونو نیالګي او د ښار ګلدانونه په منظم شکل خړوبیږي ، د پارکونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۷:۴۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر اوسه یې. . .

BACK TO NEWS