په لومړۍ ناحیه کې د دارالمعلمین په مسیر د سرک قیر اچونې چارې په چټکۍ روانې دي

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۸:۴۱
د دارالمعلمين سرک کارونه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د څه باندې نهه میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان دارالمعلمین په مسیر د سرک قیر اچونې چارې په معیاري او مسلکي توګه په چټکۍ روانې دي، چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د ښار او کور جوړونې رئیس او د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله د یادې پروژې له کارونو څخه یې لیدنه او څارنه وکړه
ښاروال د پروژې مسؤل باندې د ښه معیاري او اساسي کار کولو ټینګار وکړ او وې ویل چې دوی به وخت پر وخت د یادې پروژې له روانو چارو څخه لیدنه کوي
د ګلوبل اپرېشن شرکت مسؤل انجنیر امام ستانکزي د ښاروال ترڅنګ ټولو لغمانیانو ته ډاډ وکړ چې کارونه په معیاري او مسکلي شکل د مهترلام ښاروالۍ او ښار او کور جوړونې ریاست د باتجربه انجنیرانو په شتون کې روانې دي
همداراز نوموړي وویل، چې د مهترلام ښاروالۍ په دغه پروژه کې ورسره ۵۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
یاد سرک چې ۱۱۶۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري په شاوخوا یوه اوونۍ کې به یې د قیر اچونې کارونه بشپړ شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۱:۴۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د سرک جارو کولو پراخ فعالیتونه ترسره شول

نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو د ښار د پنځمې ناحیې د کابل ـ جلال آباد هډې ترڅنګ د مهترلمک ښوونځي مخې د سرک خاکروب پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په دې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۲۹
Background image

په مهترلام کې د ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې هره ورځ د پلان له مخې ترسره کېږي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د پارکونو، ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې د ځانګړي پلان له مخې په منظم ډول هره ورځ ترسره کېږي
نن د یاد مدیریت مامور انجنیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۲۴
Background image

د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت نن د ښار په مرکزي سیمو کې د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره کړ. یاد کمېسیون د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، د ترافیکو مدیریت او د. . .

BACK TO NEWS