مهترلام ښاروال د ګمین کلي له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، چې د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ګمین کلي له مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
په یاده ناسته کې ښاروال وویل، چې د مرکز د لارښوونې له مخې به له دې وروسته د ګمین کلی، چې یو ښاري محدوده ګڼل کېږي، په رسمي ډول له ښاروالۍ سره وتړل شي او د ښاروالۍ له لوري به ورته اړین ښاري خدمات وړاندې کېږي
نوموړي د کلي مشرانو ته وویل، چې د سیمې د اوسېدونکو په سلا به د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق یو ګذر وکیل هم وټاکل شي، ترڅو د خلکو ستونزې په منظم ډول له ښاروالۍ سره شریکې کړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وشي
د ګمین کلي مشرانو د ښاروال ښاغلي عتیق له دې پرېکړې خوښي څرګنده کړه او د ښاروالۍ له ریاست مقام څخه یې مننه وکړه، چې د دوی سیمې ته یې پاملرنه وکړه او یاد کلی یې د ښاروالۍ اداري چوکاټ کې شامل کړ
