د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۸:۴۵
داغګیرۍ

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ پر مهال ستونزې جوړولې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي وویل، د ولایت مقام او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته، د ده‌ زیات په مسیر او د رحماني چوک ترڅنګ د سرک د تخریب شویو برخو د ترمیم او داغګیرۍ چارې ترسره شوې او یادې ساحې په بشپړه توګه ورغول شوې

نوموړي زیاته کړه، چې مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري زیربناوو د ساتنې په موخه خپلو خدماتي فعالیتونو ته دوام ورکوي او هڅه کوي د ښار په بېلابېلو برخو کې شته ستونزې پر وخت حل کړي

د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د روان کال په اوږدو کې د ښار د آبادۍ، زرغونتیا او ښاري خدمتونو د پراختیا لپاره بېلابېلې پراختیايي پروژې په پام کې نیولې دي، چې د پلي کېدو ترڅنګ به یې ګڼو ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۷:۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار د بېلابیلو ساحو د جارو کولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکوونکي هره ورځ د نورو چارو ترڅنګ د ښار پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه کوي، او د ښار د جارو کولو ( خاکروب) چارې ترسره کوي، چې نن یې د تل په څیر یو ځل بیا د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۷:۰
Background image

د لومڔۍ ناحیې اړوند اتفاق کلي د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د مهترلام ښار د لومڔۍ ناحیې اړوند شپږم ګذر اتفاق کلي د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۶:۵۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم او د پلو لارو د خلاصون په موخه پراخ کمپاین ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انظباطانو مدیر قاري انتظار معاذ چې ښاري انظباطانو او د لومړۍ امنیتي حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله په مهترلام ښار کې یې د ښاري نظم د تأمین او د پلو لارو د خلاصون په. . .

BACK TO NEWS