د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۵۲
نظارت

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه
د لیدنې پر مهال د ناحيې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل د فابریکو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د چاپېریال پاکوالي، نظم او حفظ الصحې اصولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو فعالیتونو ترڅنګ د شاوخوا سیمو د پاک ساتلو په برخه کې هم مسؤلیت ادا کړي
نوموړي وویل، چې د پاک او سالم چاپېریال رامنځته کول د ټولو ګډ مسؤلیت دی او ښاروالۍ به په دوامداره توګه له فابریکو او نورو تولیدي مرکزونو څخه نظارت کوي، ترڅو د چاپېریالي اصولو د مراعات او ښاري نظم ډاډ ترلاسه شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۷
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۶:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۷:۴۴
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS