د لغمان نوي ټاکل شوي والي رحمت الله یارمل رسماً خپله دنده پیل کړه.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۷:۵
معرفی والی صاحب

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو د مرستيال روح الله نيازي له لوري ښاغلی رحمت الله يارمل د لغمان ولايت لپاره د نوي والي په توګه د دې ولايت ملکي او نظامي ادارو مسوولينو او ولسونو ته وروپیژندل شوو. په همدې موخه نن په جوړه شوې غونډه کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښارواليو د مرستيال روح الله نيازي سربېره، د لغمان ولايت لپاره نوي ټاکل شوي والي ښاغلي رحمت الله يارمل، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار، په مشرانو او ولسي جرګه کې د لغمان، هلمند، کندهار، زابل استازيو، د لغمان د ولايتي شورا رئيس او غړيو يې، د ملکي او نظامي ادارې مسوولينو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنو استازو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو. لومړی د لغمان مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار د غونډې ګډونوالو ته تر ښه راغلاست ورسته له دوی مننه وکړه، چې د نوي والي د پېژندې په غونډه کې یې له دوی سره ګډون وکړ. هغه وويل ننۍ غونډه د لغمان لپاره د نوي ټاکل شوي والي ښاغلي رحمت الله يارمل پېژندې ته ځانګړې شوې. مظلوم يار د لغمان نوي والي ښاغلي رحمت الله يارمل ته د دې ولايت د ملکي او نظامي ادارو د مسوولينو په استازولۍ ښه راغلاست او مبارکي وويلې. مرستيال والي وويل په اداراتو کې تغير او تبديل په دې موخه ترسره کېږي، چې يو کس په بېلابېلو ځايونو کې کار وکړي او د بېلابېلو شرايطو سره ځان بلد کړي. نوموړي وويل د مرکزي حکومت د پرېکړې په اساس د لغمان د پخواني والي ښاغلی محمد اصف ننګ پرځای رحمت الله يارمل د دې ولايت د نوي والي په توګه ټاکل شوی، چې نن یې رسماً خپله دنده پيل کړه. هغه وويل پخواني والي ښاغلي ننګ د بيا رغونې، غوره محلي حکومت داري، د اداراتو ترمنځ همغږۍ، د غصب مخنيوي، د ولس د ستونزو اورېدلو، د فساد سره مبارزې او د بې وزلو لاس نيوي په برخه کې ډېر هلې ځلې ترسره کړي، چې د لغمان ولسونه به يې تل په ياد لري. نوموړي له نوي والي ښاغلي رحمت الله يارمل څخه وغوښتل، چې د پخواني والي نېمګړې پروژې تعقيب کړي، ترڅو يې چارې په خپل وخت پای ته ورسېږي. هغه وويل په لغمان کې ټولې ادارې فعاله دي او دوی په خپلو منځونو کې پوره همغږي او همکاري لري. مظلوم يار د يو شمېر هغه مهمو پروژو څخه هم يادونه وکړه، چې نوی والي يې بايد د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې ولري. هغه د لغمان نوي والي ښاغلي رحمت الله يارمل ته د ولايتي ادارې په استازولۍ د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ. ورپسې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښارواليو مرستيال روح الله نيازي وويل له نن څخه دوه کاله، څلور مياشتې او شل ورځې وړاندې ښاغلی ننګ د لغمان لپاره د نوي والي په توګه معريفي کړی وو او نن مو ښاغلی رحمت الله يارمل د هغه پرځای د لغمان ولسونو ته ور وپیژانده. هغه وويل څوک، چې د يو قوم مشري ترسره کوي، هغه په اصل کې د هغه قوم خادم ګڼل کېږي، ترڅو ولسونو ته په ښه شکل سره خدمات وړاندې کړي. نوموړي وويل په ټولو ولايتونو کې واليان د جمهور رئيس استازي دي او دوی په ټولو چارو کې د پوره صلاحيت څخه برخمن دي او هېچاته به په چارو کې د مداخلې او لاس وهنې حق نه ورکوي. ښاغلي نيازي د لغمان نوي والي ته دنده ورکړه، چې په دوه مياشتو کې دې د لغمان د امنيت په اړه عمومي ارزونه وکړي او راپور دې له جلالتمآب ولسمشر اشرف غني سره شريک کړي، ترڅو ورته هغه د حل مناسبې لارې پيدا کړي. نوموړي د لغمان والي څخه وغوښتل، چې د دې ولايت په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د انکشاف او پرمختګ په برخو کې دې د وزيرانو سره ناستې ترسره کړي، ترڅو هغوی ورته پروژې ورکړي. هغه د لغمان د پخواني والي ښاغلي محمد اصف ننګ له ترسره کړيو خدمتونو څخه مننه وکړه او له ولسونو يې وغوښتل، چې له نوي والي ښاغلي رحمت الله يارمل سره په ټولو برخو کې پوره همکاري او مرسته ترسره کړي. نيازي د لغمان د نوي والي د منظورۍ حکم خلاصه، چې د جمهور رئيس ډاکټر محمد اشرف غني لخوا امضاء شوی وو د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړ. بلخوا بيا د ولايتي شورا په استازولۍ د دې شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي او غړي ګل زار سنګروال، په مشرانو جرګه کې د لغمان د خلکو استازي سناتور ميرحاتم ترخېل، د ديني عالمانو په استازولۍ د علماو شورا رئیس مولوي عبيدالله الکوزي، په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو پخواني استازي نقيب الله محبت، د ځوانانو په استازولۍ، عمران الله خنجر، په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد کريم اتل، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي مسعود اخند زاده، په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي په خپل وار خبرې وکړي او نوي والي ښاغلي رحمت الله يارمل ته يې د دې نوي مسووليت مبارکي وويله. دوی ټولو د لغمان له نوي والي وغوښتل، چې د مرکز مهترلام او پينځه ګونو ولسواليو امنيت، انکشاف او ګڼو نورو برخو ته ځانګړي پاملرنه وکړي، ترڅو دا ولايت نور هم د پرمختګ وکړي. نوموړو په خپلو خبرو کې وويل، چې لغمان د علم، پوهې او آدب زانګو او د استاد الفت، شهيد مولوي حبيب الرحمن او استاد اسحاق ننګيال کور دی. هغوی د لغمان له والي وغوښتل، چې د ولايت مقام دروازې دې د ټولو ولسونو پرمخ خلاصې ساتي او له دوی سره دې په ټولو برخو کې مشورې وکړي، ترڅو ټولو ستونزو ته پر وخت رسيدګي وشي. دوی ټولو د لغمان له نوي والي څخه وغوښتل، چې دا دروند مسووليت دې په پوره ايماندارۍ او اخلاص سره پرمخ بوزي،ترڅو د ټولو ولسونو غوښتونو ته رسيدګي وشي. په ورته مهال د لغمان نوي والي ښاغلي رحمت الله يارمل د مرکز څخه د راغلو مېلمنو ترڅنګ د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه، چې په ننۍ غونډه کې له دوی سره ګډون وکړ.

معرفی والی صاحب

هغه وويل د يو افغان ځوان او افغان بچي په توګه د لغمان له مېرمنو مننه کوم، چې دې ټولنې ته يې باعلمه، پوه او زيرکه اشخاص د خدمت لپاره وړاندې کړي. نوموړي وويل خوشحاله دی، چې د يو علم دوسته او په کار پوه ولسونو په منځ کې خپل ځان ويني. ښاغلي يارمل وويل((زه د يوې مجاهدې کورنۍ سره تړاو لرم او د هېواد د ټولو شهيدانو وينو ته به درناوی کوم)) هغه وويل په هره ټولنه کې ظالم او مظلوم شته او هېڅ کله په يو وخت کې دواړه خوشحاله نه ساتل کېږي او هتمن به ظالم خفه وي. والي يارمل د لغمان ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د ولايت مقام دروازه به د دوی پرمخ خلاصه وي او په بېلابېلو موضوعاتو کې به له دوی سره مشورې ترسره کوي. ښاغلي يارمل د لغمان له ټولو ولسونو وغوښتل، چې دی کار ته مجبور کړي، ترڅو وکولای شي، چې ټولو ستونزو ته په خپل وخت رسيدګي وکړي. هغه د لغمان ولايت ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د دې ولايت لپاره به په اساسي پروژو باندې کار وکړي، ترڅو دا ولايت نور هم پرمختګ وکړي. نوموړي د لغمان ولايت د ټولو شهيدانو کورنيو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزو او غوښتنو ته به په خپل وخت رسيدګي ترسره شي. ښاغلي يارمل وويل له همدې ځایه په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د جګړې لاس واخلي، د سولې له روانې پروسې سره يوځای او مشترک ډول د خپل نظام د پرمختګ لپاره کار وکړي. والي يارمل وويل د لغمان ولايت د ټولو قومونو د يوالي په موخه يې په مرکز کې د دې ولايت له مشرانو سره وليدل، ترڅو وکولای شي، چې په ښه شکل سره قومونه متحد کړي. هغه وويل د مرکز مهترلام په شمول به په پينځه ګونو ولسواليو کې متوازن انکشاف او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه ترسره کړي. نوموړي وويل خپلې ټولې چارې به د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ترسره کړي او په هره موضوع کې به الله ج حاضر او ناظر ګڼي. ښاغلي يارمل د لغمان ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د فساد پر وړاندې به کلکه مبارزه وکړي او هېچاته د دې اجازه نه ورکوي، چې په خپلو اداراتو کې فساد ته زمينه برابره کړي. والي يارمل د جلالتمآب ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني له باور څخه مننه وکړه، چې د لغمان په شان مهم ولايت ته يې د والي په توګه وروپېژنده. د غونډې په ورستۍ برخه کې د لغمان نوي والي ښاغلي رحمت الله يارمل او يو شمېر نورو راغلو مېلمنو ته د لغمان د مرستيال والي او همکارانو له لوري يې د عزاز لونګي ورپسر او چمتو کړې ډالۍ ورکړل شوې 

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

#مهترلام #ښاروالۍ

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۲۹
Background image

په مهترلام کې د ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې هره ورځ د پلان له مخې ترسره کېږي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د پارکونو، ګلدانونو د منظمولو او خړوبولو چارې د ځانګړي پلان له مخې په منظم ډول هره ورځ ترسره کېږي
نن د یاد مدیریت مامور انجنیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۲۴
Background image

د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیریت نن د ښار په مرکزي سیمو کې د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره کړ. یاد کمېسیون د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، د ترافیکو مدیریت او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۸
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د پنځمې ناحیې د قرارګاه په ساحه کې د پاک کارۍ چارې ترسره شوې

نن د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو د ښار د پنځمې ناحیې اړوند د قرارګاه په ساحه کې د خاکروب پراخ فعالیتونه ترسره کړل
په دې فعالیتونو کې هغه سړکونه او لارې. . .

BACK TO NEWS