د مهترلام ښار ‌پرمختګ، سمسورونه، تنظيم او دغه ‌ښار نورو ملګرو ښارونو سره سيال کول مو د هدف سربېره ارمان هم دی!

ناپیژنده (not verified)
شاروالی مهترلام

له ‌ژمنې سره سم ‌د‌ مهترلام ښار د انکشاف او رغونې ‌بنسټيز باب پرانيزو ‌او د ښار په زړه کې لوړ پوړيز مارکيټونه، ټاورنه، سړکونو، تمځایونه او پارکونه جوړوو.

دا په ‌مهترلام ښار کې تازه جوړيدونکی ( مهترلام ټاور) دی، چې د ځمکتلي په شمول په شپږو پوړونو کې په اساسي ډول جوړیږي.

دا به ډېر ژر پرانیستل شي او همداسې به د نورو ډېرو ‌افتتاح ګانو شاهدان هم اوسئ.

دا ټاور به په خپله سينه کې معياري هټۍ، يو عصري هوټل او مجهزې رهایشي خونې هم ولري.

درنو ښاریانو!

موږ د مهترلام ښار د انکشاف او رغونې لپاره خواري کړې او يو اندازه بودجه مو ورته پیدا کړې ده، چې ژر به يې تاسو په رغنیزه برخه کې هم محسوس کړئ.

په ‌درناوي

مجاهد رحمت زی

مهترلام ښاروال

 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۳۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د پنځمې ناحيي اړوند د کابل ـ جلال آباد هډې ترڅنګ د تیلو پمپ، موټر شويي، د اوبو ژوره څاه او  بدرفت څاه جوړولو پروژه په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې په شرایطو برابر وي . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۷:۳۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ خپل د اړوندو پارکونو، د ځوانانو، د ډاکټر محمد ظاهر، ارچهار، نازوانا، او د شهید مولوي حبیب الرحمن پارکونو د کټارو ترمیم او رنګ مالي په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۶:۲۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دریمې ناحيي اړوند د کرکټ میدان ( لوبغالی) په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې د قرارداد لیوال وي خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه تر ۲۱ ورځو پورې د مهترلام ښاروالۍ . . .

Back to announcements